رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار کوي چې څوک له خوبه راپاڅېږي نو باید چې درې ځلې خپله پوزه له وینځلو وروسته سوڼ کړي؛ ځکه چې شیطان یې په پوزه شپه تېره کړي وي.
د حديث له ګټو څخه
هر هغه څوک چې له خوبه راپاڅېږي باید د پوزې په سوڼ کولو سره د شيطان اثرات له پوزې لرې کړي، او که چېرته یې اودس کاوه نو بیا خو د پوزې په سوڼ کولو زیات ټینګار شوی دی.
د پوزې د سوڼ کولو ګټه دا ده چې پوزې ته اوبه اچول او بېرته سوڼ کولو سره د پوزې دننه برخه پاکېږي او له اوبو سره ټوله ناپاکي راوځي.
د شپې د خوب یادونه د (یبیت) د لفظ له امله شوې ده، ځکه چې بیتوته د شپې په خوب کې کېږي، او په همدې خوب کې انسان ډوب او غرق ویده کېږي.
حدیث په دې دلیل دی چې شیطان د انسان سره اختلاط کوي، په داسې حال کې چې هغه پرې نه پوهېږي.