علي بن ابي طالب رضي الله عنه خبر ورکوي چې هغه داسې یو څوک و چې زیات مذي به ترې تلل - مذي یو ډول سپیني نرۍ سریخناکه اوبه دي چې د شهوت پر مهال او یا له کور والي څخه مخکې له تناسلي آلې څخه راوځي-، او دی پدې نه پوهېده چې د راوتلو پر مهال یې څه وکړي، نو شرمېده چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړي؛ ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لور؛ فاطمې خاوند و، نو له مقداد بن الأسود څخه یې وغوښتل چې د حکم په اړه یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ چې: خپله تناسلي آله دې ووینځي او بیا دې اودس وکړي.