explain-icon

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چي هغه لوښی دې اووه ځلي ومينځل شي چې سپي پکې ژبه وهلي وي، داسې چې لومړی ځل یې په خاورو سره وي او ورپسې په اوبو، نو پدې سره به بشپړ پاکوالی رامنځته شي او د نجاست او ضرر مخنیوی به یې وشي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د سپي لعاب خورا ناپاک دي.
  • په لوښي کې د سپي خوله وهل یې نجسوي، او هغه اوبه هم نجسوي چې په لوښي کې وي.
  • په خاورو پاکول او پرلپسې اووه ځلې وینځل یوازې په هغه حالت کې دي چې سپی په یو شي کې خوله ووهي، نه دا چې د سپي په متیازو، غایطه موادو او یا نورو چټلیو سره یې ناپاکه کړي.
  • په خاوره د لوښي د وینځلو طریقه دا ده چې: په لوښي کې به اوبه واچوي او بیا به پکې خاوره واچوي او بیا پرې لوښی وینځل کیږي.
  • د حدیث ظاهري معنی دا ده چې دا د ټولو سپيو په اړه عمومي دی، حتی که هغه سپی هم وي چې شریعت یې د ساتلو اجازه ورکړې لکه: د ښکار، پېرې او رمې سپي.
  • صابون او زمۍ د خاورې ځای نه نیسي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خاورې په اړه حکم کړی دی.