رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک د سهار لمونځ اداء کړي نو هغه د الله په حفاظت، ساتنه او ملاتړ کې دی، د هغه دفاع کوي او هغه برلاسی کوي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې عهد د ماتولو په اړه خبرداری ورکړ چې ( د دې تړون ماتول خو ) یا د سهار د لمانځه په پرېښودلو سره کیږي او یا د سهار په لمونځ کوونکو باندې په راوتلو او برید کولو سره، نو یقینا چې چا دا کار وکړ نو دا ګاونډیتوب یې مات کړ او د سختې سزا مستحق شو، چې الله تعالی به ترې د هغه په حق کې د غفلت په اړه پوښتنه وکړي، او الله تعالی چې د چا پسې شو نو راګیر به یې کړي، بیا به یې پړمخه په اور کې واچوي.