له صحابه و څخه یو سړي وویل: کاش چې لمونځ مې کړی وای نو راحت شوی به وم، داسې انګېرل کېده لکه چې چاپېره خلکو پدې خبره ملامت کړ، نو هغه وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې وییل یې: اې بلاله! د لمانځه لپاره اذان وکړه او لمونځ ودروه؛ تر څو پرې راحت شو، دا ځکه چې په لمانځه کې د الله تعالی سره مناجات کیږي او زړه او روح ته پکې سکون دی.