explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د یښنۍ د وخت د دوو لمونځونو په ادا کولو ټینګار کوي چې هغه د سهار او مازدیګر لمونځونه دي، او زېری ورکوي چې چا دا دواړه وکړل او د دوی حق یې ادا کړ یعنې په وخت او جماعت سره یې ادا کړل، نو دا دواړه به یې جنت ته د داخلېدو لامل وګرځي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د سهار او مازدیګر پر لمونځونو ټېنګار؛ ځکه چې د سهار لمونځ د خوندور خوب پرمهال او د مازدیګر لمونځ د انسان د بوختیا پر مهال وي، نو چا چې پرې ټینګار وکړ نو خامخا نورو پاتې لمونځونو ته پاملرنه کوي.
  • د سهار او مازدیګر لمونځونو ته ځکه د یخنۍ لمونځونه وویل شول چې؛ د سهار په لمانځه کې د شپې یخني او د مازدیګر په لمانځه کې د ورځې یخني وي، که څه هم په ګرمۍ کې وي ځکه چې د غرمې د ګرمۍ په پرتله یخ وي، یا دا چې د تغلیب له مخې دا نوم ورکول شوی، لکه څنګه چې لمر او سپوږمۍ ته قمران ویل کیږي.