له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي یې چې فرمایل یې: «خبر راکړئ چي که ستاسو څخه د يو چا د دروازې په خوله کې یو نهر وي چي هغه پکې د ورځې پنځه ځلي غسل کوي، نو څه وايئ چې په هغه کي به څه خیری پاتې شي؟» هغوی وویل: نه هیڅ خیری به یې پاتې نه شي، ویې فرمایل: همدا د پنځه وخته لمونځونو مثال دی، چې الله جل جلاله پرې ګناهونه پاکوي». صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځونه د کوچنيو ګناهونو په پاکولو کې د یو نهر په شان بللي دي چې د یو چا د کور په دروازه کې وي او هره ورځ پکې پنځه وخته غسل کوي، نو هیڅ خیری به پکې پاتې نه شي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • دا فضیلت د کوچنیو ګناهونو د کفارو لپاره ځانګړی دی، خو د لویو ګناهونو لپاره توبه ویستل حتمي دي.
  • د پنځه وخته لمونځونو فضیلت او د شرطونو، رکنونو، واجباتو او سنتونو سره یې ادا کولو ته پاملرنه.