له مَعْدَانَ بْنِ أَبِي طَلْحَةَ الْيَعْمَرِي څخه روایت دی وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ازاد شوي غلام ثوبان سره مخ شوم، نو ورته مې وویل: په داسې یو عمل مې خبر کړه چې الله تعالی مې پرې جنت ته داخل کړي؟ یا وایي چې ومې ویل: هغه عمل چې الله تعالی ته ګران وي، نو چپ شو. بیا مې ترې پوښتنه وکړه، نو چپ شو، بیا مې ترې په دریم ځل پوښتنه وکړه، نو ویې ویل: پدې اړه مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه، نو ویې فرمایل: «عَلَيْكَ بِكَثْرَةِ السُّجُودِ لِلَّهِ، فَإِنَّكَ لَا تَسْجُدُ لِلَّهِ سَجْدَةً، إِلَّا رَفَعَكَ اللهُ بِهَا دَرَجَةً، وَحَطَّ عَنْكَ بِهَا خَطِيئَةً» « الله تعالی ته ډېرې سجدې کوه، ځکه چې ته الله ته هره سجده کوې، الله تعالی دې پرې درجه لوړوي، او یوه ګناه درڅخه تویوي» معدان وویل: بیا له ابو الدرداء سره مخ شوم نو پوښتنه مې ترې وکړه، نو هغه خبره یې راته وکړه لکه څنګه چې ثوبان راته کړې وه. صحيح دی - مسلم روايت کړی دی
explain-icon

تشریح

له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه د هغه کار په اړه پوښتنه وشوه چې جنت ته د ننوتلو سبب ګرځي، یا د هغه عمل په اړه چې الله تعالی ته زیات ګران وي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتونکي ته وویل: په لمانځه کې زیاتې سجدې کوه، ځکه ته چې الله تعالی ته هره سجده کوې، نو الله دې پرې درجه لوړوي او یوه ګناه درته بښي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • فرضي او نفلي لمونځونو ته د مسلمانانو هڅول، ځکه چې زیاتې سجدې پکې وي.
  • د صحابه کرامو د پوهې بیانول او دا چې هغوی پوه و چې جنت د الله تعالی له رحمت نه وروسته یوازې په عمل سره تر لاسه کیږي.
  • په لمانځه کې سجده د درجو د لوړېدو او د ګناهونو د بښلو له لاملونو څخه دی.