له جریر بن عبد الله رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مې په: لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ ګواهۍ ورکولو، لمانځه ادا کولو، زکات ورکولو، پيروۍ او اورېدلو او هر مسلمان ته په نصیحت کولو بیعت وکړ. صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

صحابي جریر بن عبد الله رضي الله عنه خبر ورکوي چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پدې بیعت وکړ چې د الله جل جلاله یووالي به مني، له شرطونو، رکنونو، واجباتو او سنتونو سره به په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځ کوي، فرضي زکات به ورکوي چې له مالدارانو اخېستل کیږی او اړمنو غریباتو ته ورکول کیږی، او پدې چې د واکمنانو پیروۍ به کوي، هر مسلمان ته به نصیحت کوي، هغه ته به په خېر رسولو ټینګار کوي او په وینا او کړنو به ورڅخه شر دفع کوي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د لمانځه او زکات اهمیت، او دا دواړه د اسلام له رکنونو څخه دي.
  • په مسلمانانو کې د خپلمنځي نصېحت ارزښت، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې له صحابه کرامو سره بیعت کړی دی.