رسول الله صلى الله عليه وسلم د قرآن سره په ژمن پاتې کېدلو امر کوي چې باید وخت په وخت تلاوت کړای شي تر څو يې په سينه كې له ساتلو وروسته هېر نه كړي، پدې خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم د قسم په یادولو سره ټینګار وکړ چې قرآن کریم له انسان څخه په تللو او له سینو څخه په وتلو کې له هغه اوښ څخه ډېر تېز دی چې په ګونډه کې ولکه شوی وي؛ نو که یو سړی یې وخت په وخت احوال واخلي (تلاوت یې کړي) په واک کې به یې پاتې شي او که یې پرېښود نو ترې ځي او بیا ورکیږي.