رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې قرآن لولي، او ښه پياوړې حافظه ولري او په لوستلو کې مهارت او زیرکتیا ولري، نو په آخرت کې به یې اجر دا وي چې د هغه مقام به له هغو ملاېکو سره وي چې لیکوالانې او د عزت خاوندانې او نېکې دي، او څوک چې قرآن لولي او د حافظې د کمزورۍ له امله یې په لوستلو کې تېندکونه وهي، خو سره له دې یې بیا بیا هم لولي، ځکه چې حافظه یې کمزورې ده خو بیا یې هم نه پریږدي، نو دا د هغه لپاره ډېره ستونزمنه او سخته چاره ده، نو د ده لپاره دوه اجرونه دي: د لوستلو اجر او په لوستلو کې د سختۍ سره سره د بیا بیا لوستلو اجر.