رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هر مسلمان چې د الله جل جلاله له کتاب څخه یو حرف لولي نو هغه ته پرې نیکي ده، او ثواب یې ورته تر لس چنده پورې زیاتیږي. بيا يې دا وینا په دې خبره روښانه کړه: چې (زه دا نه وايم چې الم (یو) حرف دى، بلکې الف حرف دى، لام حرف دى او ميم حرف دى) نو درې توري کیږي او دیرش نیکۍ پرې دي.