ابوبکر صدیق رضي الله عنه فرمایي چې خلک دا آیت تلاوتوي: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا عَلَيْكُمْ أَنْفُسَكُمْ لاَ يَضُرُّكُمْ مَنْ ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ} [المائدة: 105]. {اې مومنانو! د خپلو ځانونو غم كوئ، د بل چا بې لاريتوب تاسو ته کوم تاوان نه رسوي چې خپله پر سمه لار ياست} [57] او لدې داسې پوهه اخلي چې انسان باید یوازې د خپل ځان په اصلاح کې کوښښ وکړي، او د بل چا بې لارېتوب ورته ضرر نه رسوي کله چې بې لاري شي، او دا چې په امر بالمعروف او نهی عن المنکر مکلف نه دي! نو پوه یې کړل چې داسې نده، هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: خلک چې کله ظالم وګوري او له ظلم څخه یې منع نه کړي، پداسې حال کې چې د دې کار وسه لري، نو نږدې ده چې الله به په ټولو خپل عذاب راولي، څوک چې منکر کارونه کوي او څوک چې پرې چپ پاتې کیږي.