explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته خطبه وویله او له هغو سپارښتنو څخه چې خپلو ملګرو ته یې وکړې دا وه چې د خلکو وېره، او ځواک دې یو مسلمان د حق له ویلو یا پرې له امر کولو څخه منع نه کړي، کله چې حق وویني او یا پرې پوه شي».

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د حق په ښکاره کولو ټېنګار او دا چې د خلکو له وېرې باید پټ نه کړای شي.
  • د حق ویلو معنی دا نه ده چې په ویلو کې یې ادب مراعات نه شي، او یا په کې حکمت او نیکې وینا ته پام ونه شي.
  • د نارواوو منع کول واجب دي، او دا چې د الله تعالی حق ته د هغو خلکو د ګټو په پرتله لومړیتوب ورکړل شي چې ورسره په ټکر کې دي.