explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کوي چې په ټولو هغو دیني او دنیوي چارو کې چې الله جل جلاله روا کړي وي د خلکو سره له اسانتیا کار واخلئ او ورته یې مه سختوئ. او ټینګار کوي چې خلکو ته په خیر سره زیری ورکړئ او مه یې زړه توري کوئ.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د مؤمن دنده دا ده چې د الله جل جلاله سره د خلکو مینه پیدا کړي او د خیر کارونو ته یې وهڅوي.
  • د الله جل جلاله لورې ته بلونکی باید په هوښیارۍ سره وګوري چې څنګه د اسلام دعوت خلکو ته ورسوي.
  • زیری ورکول د بلونکي سره خوشحالي، اقدام کول او د هغه څه په اړه ډاډ زیږوي چې دی یې خلکو ته وړاندې کوي.
  • سختي کول د مبلغ د خبرو په اړه کرکه، شاتګ او شکونه راپاروي.
  • پر بندګانو د الله تعالی د رحمت پراخوالی او دا چې هغه د دوی لپاره د زغم او اسانۍ دین غوره کړی دی.
  • کومه اساني چې امر پرې شوی؛ هغه ده چې شریعت راوړې ده.