explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي څوک چې په غیاب کې د خپل مسلمان ورور له عزت څخه دفاع وکړي او (پرې نږدې چې) د هغه سپکاوی وشي او یا ورسره ناوړه چلند وشي، نو الله تعالی به د قیامت په ورځ له هغه څخه عذاب وګرځوي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د مسلمانانو په شرف (عزت) کې له خبرو څخه ډډه کول.
  • جزا د عمل له جنس څخه ده، نو چا چې د خپل (مسلمان) ورور له شرف څخه دفاع وکړه؛ الله تعالی به ترې د قیامت په ورځ اور وګرځوي. (سوځولو ته به یې پرې نږدې).
  • اسلام د خپلو پیروانو ترمنځه د ورورګلوۍ او ملاتړ دین دی.