له جابر بن عبد الله رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې په مکه کې یې د فتحې په کال ویېل: «الله تعالی او رسول یې د شرابو، مردارې، خنزیر او بُتانو خرڅول حرام کړي دي، نو وویل شو چې: ای د الله رسوله! د مردارې د وازږو په اړه خبر راکړه (چې حکم یې څه دی) ځکه په هغې سره بیړۍ غوړېږي او پوستکو ته پرې رنګ ورکول کیږي (غوږیږي چې د وچېدو مخنیوی یې وکړي) او خلک پرې څراغونه روښانه کوي؟ نو هغه وویل: «نه، هغه حرام دي»، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وخت کې وفرمایل : «الله تعالی دې یهودان تباه کړي، کله چې الله تعالی (د چارپايانو) وازګې حرامې کړې، نو دوی ویلې کړې، بیا یې خرڅې کړې او پېسې یې وخوړې». صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

جابر رضي الله عنه په مکه کې د فتحې په کال له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ويل ئې: الله او رسول یې د شرابو، مردارې، خنزیر او بُتانو خرڅلاو حرام کړی دی، نو وویل شو چې ای د الله رسوله! آیا مونږ ته روا دي چې د مردارې وازګې خرڅې کړو؟ ځکه په هغې سره کښتۍ غوړېږي، پوستکي پرې رنګیږي او خلک پرې څراغونه روښانه کوي، نو هغه وفرمایل: نه، خرڅول یې حرام دي، بیا په دې وخت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله تعالی دې یهود هلاک کړي او خپل لعنت دې پرې راولېږي؛ کله چې الله تعالی پرې د حیواناتو وازږې حرامې کړې دوی ویلې کړې، بیا یې د هغې غوړ خرڅ کړل او پیسې یې وخوړې.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • نووي فرمایلي: پدې مسلمانانو اجماع کړې ده چې مرداره، شراب او خنزیر، هر یو له دې څیزونو څخه حرام دي.
  • قاضي ویلي: لدې حدیث څخه معلومیږي چې د کوم حیوان غوښه نه خوړل کیږي او ګټه ترې نه اخېستل کیږي، نو خرڅول یې هم روا نه دي او نه یې د قیمت خوړل روا دي، لکه څرنګه چې د یادو شوو وازګو په اړه په حدیث کې یادونه شوې ده.
  • ابن حجر فرمایلي: د دې مفهوم په څرګند ډول د هغه د تفسیر قوت څرګندوي چې د "حرام" څخه مراد پلورل دي، نه کارول.
  • هره هغه حیله (چل) چې د حرام د حلالو لامل ګرځي هغه باطله ده.
  • نووي وایي: علماوو فرمایلي: په عامه توګه د مړو څارويو د خرڅولو د حرمت په اړه دا هم دي چې د کافر د جسد خرڅول حرام دي، کله چې هغه موږ ووژنو او کافرو یې د اخېستلو غوښتنه وکړي او يا يې هم د هغه په ​​بدل کې تاوان ورکاوه، په حدیث کې راغلي دي چې: نوفل بن عبدالله المخزومي د خندق په ورځ د مسلمانانو له خوا ووژل شو، نو کفارو یې د جسد په مقابل کې لس زره درهمه پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته وړاندیز وکړ، نو هغه قبول نه کړل او جسد یې هغوی ته وسپاره.