رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې هیڅ داسې مسلمان نشته چې د فرض لمانځه وخت پرې داخل شي او په ښه توګه اودس وکړي او بشپړ یې کړي، بیا په عاجزۍ سره داسې لمونځ وکړي چې زړه او اندامونه یې ټول الله ته متوجې وي او د هغه عظمت یې په زړه کې حاضر کړی وي او د لمانځه کړنې لکه: رکوع، سجده او داسې نور بشپړ کړي، مګر دا چې دا لمونځ به یې د مخکنیو وړو ګناهونو لپاره کفاره وګرځي، تر دې چې لویه ګناه ونه کړي او دا فضیلت د تل لپاره په هر وخت او هر لمانځه کې دی.