رسول الله صلى الله عليه وسلم بيانوي چې له چا څخه هر یو فرضي لمونځ هېر شو تر دې چې قضا شو، نو کله چې وریاد شو باید په راګرځولو کې یې بیړه وکړي، ځکه د لمانځه د پرېښودلو ګناه یې نه بخښل کیږي او نه پرې پرده اچول کیږي تر دې چې مسلمان بېرته خپل لمونځ راوګرځوي کله چې وریاد شي، الله جل جلاله په خپل عزتمند کتاب کې فرمایلي: {وأقم الصلاة لذكري} [طه: 14] ، یعنې هېر شوی لمونځ ادا کړه کله چې دې دریاد شو.