explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مازدیګر د لمانځه په اړه خبرداری ورکړی چې په قصدي توګه له ټاکلي وخت څخه وروسته ادا شي (قضا شي) او دا چې چا دا کار وکړ نو عمل یې باطل او فاسد شو، او بې ځایه لاړ.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • په لومړي وخت کې د مازدیګر د لمانځه په ادا کولو ټینګار او دې کار کې سبقت کول.
  • د هغو کسانو لپاره سخت ګواښ چې د مازديګر لمونځ پریږدي او په خپل وخت کې یې نه کوي، (ځکه د مازدیګر د لمانځه پرېښودل) د بل لمانځه په پرتله ډېره ګناه لري چې په خپل وخت کې ادا نه شي، ځکه چې دا منځنی لمونځ دی چې الله تعالی پرې په خپلې دې وینا سره امر کړی دی چې فرمایي: (حَافِظُواْ عَلَى الصَّلَوَاتِ والصَّلاَةِ الْوُسْطَى) [البقرة: 238]. ((د لمونځونو ساتنه كوئ او (خصوصًا) د بېخي منځني لمونځ).