explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د فرض لمانځه د پرېښودو په اړه خبرداری ورکړی او فرمایلي یې دي چې د یو انسان او په شرک او کفر کې د لوېدلو تر منځه یوازې د لمانځه پرېښودل دي، نو لمونځ د اسلام له ارکانو څخه دویم رکن دی او په اسلام کې ستر حیثیت لري، چا چې پرېښوده پداسې حال کې چې له فرضیت څخه یې منکر و، نو د مسلمانانو په اجماع کافر دی او که چېرته یې پکې ناغیړي وکړه او بیخي یې لمونځ کول پرېښودل نو بیا هم کافر دی، او پدې اړه د صحابه کرامو اجماع رانقل شوې ده او که چېرته یې کله پرېښوده او کله یې لمونځ کاوه نو هغه ته دا ستر ګواښ متوجه دی.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د لمانځه ارزښت او ورته پاملرنه، ځکه چې همدا د کفر او ایمان تر منځ بیلوونکی دی.
  • د لمانځه د پرېښودلو او ضایع کولو په وړاندې سخت خبرداری.