explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: چا چې د الله لپاره حج وکړ او له رفث څخه یې ځان وساته، چې رفث کوروالي او د کوروالي مقدماتو ته وایي لکه مچې اخیستل او یا لوبې کول، رفث بدې وینا ته هم ویل کیږي، او د ګناهونو او بدیو په کولو سره فسق یې ونکړ، او له فسق څخه په احرام کې د منع شوو کارونو کول هم دي، نو له حج څخه به بخښل شوی راوګرځي، لکه څرنګه چې یو ماشوم له ګناه څخه پاک زیږیږي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د الله تعالی نافرماني که څه هم په هر حال کې ناروا ده، خو په حج کې یې د حج مناسکو ته د درناوي په خاطر په حرمت لا زیات ټینګار شوی دی.
  • انسان له ګناه څخه پاک زیږول کیږي، نو هغه د بل چا ګناه پر غاړه نه اخلي.