صحابه کرامو رضی الله عنهم به د الله په لار کې جهاد او له دښمنانو سره جګړه کول له غوره عملونو څخه ګڼل، نو عائشې رضی الله عنها له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې دوي باید جهاد وکړي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دوي ته د غوره جهاد لارښوونه وکړه چې هغه مبرور یعنې قبول شوی حج دی، کوم چې د قرآن او سنت مطابق وي او له ګناه او ځان ښودنې څخه پاک وي.