explain-icon

تشریح

عبد الله ابن عباس رضي الله عنهما خبر ورکوي چې: په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د څلوېښت کلنۍ په عمر کې وحی نازله شوه او په پیغمبرۍ ولیږل شو. نو د وحې له نازلېدو څخه وروسته دیارلس کاله په مکه مکرمه کې پاتې شو، بیا ورته مدېنې منورې ته د هجرت کولو امر وشو، هلته یې لس کاله ژوند وکړ، بیا د درې شپېته کالو په عمر وفات شو.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت ته د صحابه کرامو پاملرنه.