رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې الله تعالی هغه ته پنځه ځانګړتیاوې ورکړي دي چې له هغه وړاندې هېڅ نبي ته نه دي ورکړل شوي. لومړی دا چې: زه په وېرې سره بریالی شوی یم، داسې چې زما د دښمنانو په زړونو کې وېره لوېږي، که څه هم زما او د هغوی تر منځ د یوې میاشتې په اندازه واټن وي. دویم: زما لپاره ځمکه جومات ګرځول شوې ده، چېرته چې وو هلته لمونځ کوو، او دا چې خاوره پاکه ده کله چې اوبه نه وي (نو تیمم پرې کوو). دریم: موږ ته د جنګ غنیمتونه حلال ګرځول شوي، کوم چې مسلمانان له کفارو سره په جګړه کې تر لاسه کوي. څلورم: ما ته د قيامت په ورځ - د خلکو له وېرې څخه د خلاصون لپاره - تر ټولو ستر شفاعت راکړل شوی دی. پنځم: زه ټولو خلکو؛ انسانانو او پېریانو ته لېږل شوی یم، د پخوانیو پېغمبرانو پر خلاف چې هغوی به یوازې خپلو قومونو ته لېږل کېدل.