رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې ټول امت به یې جنت ته ننوځي پرته له هغه چا چې ډډه (ترې) وکړي! نو صحابه و - رضي الله عنهم - وفرمایل: او څوک دی چې ( جنت ته له ننوتلو څخه به ) ډډه کوي اې د الله رسوله؟! نو هغه صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ چې: چا چې غاړه کېښوده، پیروي یې وکړه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت یې وکړ جنت ته به داخل شي، او هغه چا چې سرغړونه وکړه او شریعت ته یې غاړه کې نښوده، نو هغه په خپلو بدو کړنو سره جنت ته له ننوتلو څخه ډډه کړې ده.