رسول الله صلی الله علیه قسم یادوي چې د عیسی علیه السلام د راکوزېدو وخت نږدې شوی دی تر څو خلکو کې د محمدي شریعت په رڼا کې په عدل فیصله وکړي. او دا چې دی به هغه صلیب ماتوي چې مسیحیان یې درناوی کوي. او دا چې عیسی علیه السلام به خنزیر وژني. او دا چې هغه علیه السلام به جزیه ږدي، او ټول خلک به اړباسي تر څو په اسلام کې داخل شي. او دا چې مال به دومره زیات شي چې د زیاتوالي له امله به یې هېڅوک نه اخلي؛ د ډېر والي له وجې، او هر څوک به په هغه څه به بې نیازه وي چې په لاس کې یې لري، او دا چې پرلپسې برکتونه او خیراتونه به نازل شي.