رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د قیامت په ورځ به د ده لپاره یو حوض وي چې اوږدوالی به یې د یوې میاشتې واټن په اندازه وي او عرض به یې هم همدارنګه وي. او دا چې اوبه به یې په سپین والي کې له شېدو ډیرې سپينې وي، او دا چې بوی به یې پاکیزه او د مشکو له بوی څخه ډیر غوره وي، او د هغه جامونه به په زیاتوالي کې لکه د آسمان د ستورو په څېر وي، چا چې په هغو کوزو له حوض څخه څښاک وکړ نو هېڅکله به تږی نه شي.