رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې ایمان د مسلمان په زړه کې داسې زړیږي او کمزوری کیږي، لکه څرنګه چې نوي جامې په زیاتو کارولو سره له منځه ځي؛ دا په عباداتو کې د نقصان، یا ګناهونو له امله او یا هم په شهوتونو کې د ښکیلتیا له امله. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته لارښوونه وکړه چې له الله تعالی څخه وغواړو چې ایمانونه مو د فرائضو په ادا کولو ، زیات ذکر او زیات استغفار ویلو سره تازه کړي.