له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «ايمان څه د پاسه اويا څانګې، يا څه د پاسه شپېته څانګې لري، چې تر ټولو غوره یې د: (لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) وییل او تر ټولو لاندې یې له لارې څخه د ضرري شیانو لرې کول دي، او حيا د ايمان يوه څانګه ده». صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې ايمان ډېرې څانګې او صفتونه لري چې کړنې، باورونه او ویناوې په بر کې نیسي. او دا چې د ایمان تر ټولو لوړ او غوره خصلت د: «لا إله إلا الله» وینا ده، یعنې دا چې " له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته"، د دې وینا پر معنا پوهېدل او د هغې مطابق عمل کول او دا چې الله واحد او یوازینی د عبادت مستحق ذات دی چې له هغه پرته بل څوک د عبادت مستحق نشته. او دا چې د ایمان ترټولو لږ عمل د خلکو له لارې څخه د هر ضرري څیز لرې کول دي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چې حیاء د ایمان له خویونو څخه یو خوی دی او دا هغه خوی دی چې ښو کارونو ته هڅول او له ناوړه کارونو څخه ډډه کولو ته انسان اړباسي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • ایمان مرتبې لري چې ځینې یې له ځینو نورو څخه غوره دي.
  • ایمان له: وینا، عمل او باور څخه عبارت دی.
  • د الله تعالی څخه حیا کول غوښتنه کوي چې: الله تعالی دې په هغه ځای کې ونه ویني چې له کوم ځای څخه یې منع کړی یې او په هغه ځای کې غیر حاضر نه شې چېرته یې چې درته (د حاضرېدو) امر کړی دی.
  • د عدد ذکر کول په شمېر پورې محدودول ندي، بلکې دا د ایماني عملونو په زیاتوالي دلالت کوي، ځکه چې ځینې وختونه عرب د یو شی لپاره عدد ذکر کوي خو موخه یې له هغه پرته د نورو شیانو نفي کول نه وي.