رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله تعالی هېڅ داسې پېغمبر په پخوانیو امتونو کې ندی رالېږلی مګر دا چې هغه به د خپل امت څخه ځینې خاص ملګري، ملاتړي، مجاهدین او مخلصان درلودل چې له هغوی وروسته به یې د خلافت وړتیا درلوده؛ د هغوی په سنتو به یې عمل کاوه، د هغه له اوامرو څخه به یې پیروي کوله، بیا به وروسته د هغوی نیکانو سلفو پسې داسې خلک راشي چې هېڅ خېر به پکې نه وي؛ هغه څه به وایي چې عمل پرې نه کوي او هغه څه به کوي چې امر ورته پرې نه کیږي؛ نو چا چې ورسره په لاس جهاد وکړ هغه مؤمن دی او چا چې ورسره په ژبه جهاد وکړ هغه مؤمن دی او چا چې ورسره په زړه جهاد وکړ هغه مؤمن دی او له دې وروسته د شړشم د دانې په اندازه ایمان نشته.