له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغو امراوو په اړه پوښتنه وشوه چې له خلکو څخه د خپلو حقونو غوښتنه کوي چې ترې واوري او پیروي یې وکړي، خو هغه حقونه چې پر دوی دي؛ هغه منع کوي؛ چې باید عدل وکړي، غنیمت ورکړي، مظلومانو ته یې حقونه وروګرځوي او عدالت برقرار کړي، نو موږ ته څه امر کوې چې څه ورسره وکړو؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې مخ وګرځاوه؛ لکه چې دا پوښتنې یې بدې وګڼلې، خو پوښتونکي ترې په دویم او دریم ځل پوښتنه وکړه، نو اشعث بن قیس رضي الله عنه دا پوښتونکی راکش کړ چې چوپ یې کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم جواب ورکړ او ویې فرمایل: د هغوی وینا ته غوږ ونیسئ او د امر اطاعت یې وکړئ؛ یقینا پر هغوی د هغه څه ځواب ویل دي چې هغوی ته ورترغاړې دي لکه عدل کول او رعیت ته خپل حق ورکول، او پر تاسو هغه څه دي چې در ترغاړي دي لکه له هغوی څخه پیروي کول، د حقونو ادا کول او پر ازمېښتونو صبر کول.