رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې د هغه له وفات نه وروسته به داسې واکمنان راشي چې په خبرو کې به دروغ وايي، هغه څه به وايي چې نه یې کوي، او په خپل قضاوت کې به ظالم وي، نو څوک چې ورغی او د دوی په دروغو یې باور وکړ، یا یې په ظلم کې د دوی ملاتړ وکړ او یا په وینا لکه چې د هغوی په ګټه یې فتوا ورکړه تر څو ورته ځان نږدې کړي، د هغه څه په تمه چې له هغوی سره دي؛ نو زه ترې بې زاره یم او زما څخه نه دی او د قیامت په ورځ به زما حوض کوثر ته را نشي، او څوک چې هغوی ته ور نشي او په دروغو کې یې ریښتیني ونه ګڼي او په ظلم کې یې ملاتړ ونه کړي نو هغه زما څخه دی او زه له هغه څخه یم، او د قیامت په ورځ به زما حوض ته راشي.