حکيم بن حزام رضي الله عنه له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه د یو څه مال او متاع غوښتنه وکړه، نو پېغمبر صلی الله علیه وسلم ورته ورکړ، بیا یې غوښتنه وکړه، بیا يې ورکړه، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: اې حکيمه! دا مال خوښ او مطلوب دی، چا ته چې پرته له سوال کولو ورکړل شو او له زارۍ پرته یې په مړه خوا واخېست، برکت به ورته پکې واچول شي او چا چې د حرص او تمې له مخې واخیست برکت به ورته پکې وا نه چول شي او د هغه چا په څېر به وي چې خوري او نه مړېږي، او پورته لاس چې ورکړه کوي د الله تعالی په نزد له ښکته لاس (سوال کوونکي) څخه غوره دی، حکيم وویل: ما وویل: اې د الله رسوله! قسم په هغه ذات چې ته یې په حقه رالېږلی یې، ستا څخه وروسته به له هېچا د مال غوښتنه ونه کړم تر څو چې له دنیا څخه لاړ شم. نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلیفه ابو بکر رضي الله عنه به حکيم ته بلنه ورکوله ترڅو ورسره مرسته وکړي، خو هغه به یې له اخېستلو انکار کاوه، بیا امیر المؤمنین؛ عمر رضي الله عنه هم ورته وړاندیز وکړ چې یو څه ورکړي، خو هغه یې له اخېستلو انکار وکړ، عمر -رضي الله عنه- وويل: اې د مسلمانانو ټولیه! زه هغه ته هغه برخه ورکوم چې الله ورته د غنيمت (فیء) له مال څخه ټاکلې ده، (هغه مال) چې مسلمانانو له کافرانو پرته له جګړې او جهاد څخه ترلاسه کېږي، خو هغه یې له اخېستلو انکار کوي، نو حکیم د مرګ تر ورځې پورې له هېچا څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه وروسته د څه شي غوښتنه ونه کړه.