يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم په منبر ناست و او خپلو اصحابو ته يې وفرمايل: هغه څه چې زه له ما وروسته پر تاسو ډېر وېرېږم هغه دا ده چې پر تاسو به د ځمکې له نعمتونو، د دنیا د ښکلاګانو، د هغې د زینت او خوښۍ او د مالونو، جامو، فصلونو او نورو شیانو پراخي راشي چې خلک به یې په ښکلا ویاړي، سره له دې چې ژر له منځه تلونکي دي. یو سړي وویل: دنیا خو د الله تعالى نعمت دی، نو آیا دا نعمت به بېرته راګرځي او زحمت او سزا به ترې جوړېږي؟!. خلکو پوښتونکی ملامت کړ، ځکه هغوی پېغمبر صلی الله علیه وسلم ولیده چې چپ شو، او هغوي ګمان وکړ چې په غصه یې کړ. خو (وروسته) څرګنده شوه چې پر هغه صلی الله علیه وسلم وحي نازله شوه، بيا يې له خپل تندي خوله پاکه کړه او وېې فرمايل: سوال کوونکی چېرته دى؟ هغه وویل: زه. یعنې دا یم. نو د الله تعالی حمد او ثنا یې وویله، بیا هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ریښتونی خېر یوازې خېر راپېښوي، خو (د دنیا) دا ښکلا یوازې خېر نه دی، ځکه چې فتنه رامنځته کوي، او په اړه یې سیالي او بوختیا د دې لامل ګرځي چې انسان اخرت ته پوره پاملرنه ونه کړي، بیا یې د دې لپاره مثال بیان کړ او وېې فرمایل: د پسرلي بوټي او شین والی؛ یو ډول فصل دی چې مالونو ته خوند ورکوي او نږدې ده چې د ډېر خوراک له امله ووژل شي او یا وژلو ته ورنږدې شي، خو هغه حیوانات چې د تشو تر ډکولو پورې وڅرېږي، بیا لمر ته مخ کړي پچې او یا متیازې وکړي، بیا له خپلې ګېډې خولې ته واښه راپورته کړي ویې ژوي او تېر یې کړي او بیا خوراک ته وروګرځي. نو دا مال د شنو خوږو بوټو په څېر دی چې د ډېروالي له امله (حیوان) وژني او یا یې وژلو ته ورنږدې کوي؛ مګر دا چې د حلالې لارې د اړتیا وړ په خوراک بسنه کوي تر دې چې خودکفا شي نو ضرر نه لري، او غوره مالدار مسلمان هغه دی چې مسکینانو، یتیمانو او مسافرو ته یې ترې ورکړي او څوک چې دا مال په حقه ترلاسه کوي هغه ته برکتي کیږي، او څوک یې چې ناحقه واخلي، نو مثال یې د هغه چا په څېر دی چې خوراک کوي او نه مړېږي، او د قيامت په ورځ به پرې شاهد وي.