رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې دنیا د مؤمن لپاره لکه د زندان په څېر ده، ځکه چې هغه په شرعي واجباتو پابند دی، په څه چې ورته امر شوی باید عمل پرې وکړي او له څه نه چې منعه شوی باید ویې نه کړي، نو کله چې مړ شي، له دې کړاوونو راحت مومي او هغه تلپاتې نعمتونو ته ځي چې الله تعالی ورته چمتو کړي دي، خو دنیا د کافر لپاره لکه جنت ده، ځکه هغه هر څه کوي چې زړه یې وغواړي او نفس یې ورته امر کوي، خو کله چې مړ شي، د قیامت په ورځ د تل پاتې هغه عذاب سره مخ کېږي چې الله تعالی ورته چمتو کړی دی.