له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "د خوندونو له منځه وړونکی ډېر یادوئ"، یعنې مرګ.
حسن - الترمذي، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم د مرګ پر یادونې ټېنګار کوي ځکه چې په یادولو سره یې انسان ته آخرت یادېږي، او مینه یې په زړه کې د دنیا خوندونه ویجاړوي، په ځانګړې توګه حرام خوندونه.
د حديث له ګټو څخه
مرګ د دنیا خوښۍ له منځه وړي، خو مؤمن د آخرت خوندونو او د جنت مزو او هغو لویو ښېګڼو ته انتقالوي چې په جنت کې به یې تر لاسه کوي.