عبد الله بن مسعود رضي الله عنه یادونه کوي چې نبي صلی الله علیه وسلم په یو پُزي ویده شو، نو راپاڅېده حال دا چې پُزي یې د ډډو په پوستکي کې چاپونه پرېښي و، نو موږ وویل: ای د الله رسوله! که یو فرش (توشک) مو درته چمتو کړی و نو لدې به ښه وه چې پر دې زیږ پُزي ویده شي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه د دې دنیا سره هېڅ مینه او محبت نه لرم چې زه پکې لیوالتیا ولرم، زما حالت او په دې دنیا کې پاتې کېدل د هغه سپور سړي په څېر دي چې د ونې د سیوري لاندې دمه شي، بیا یې پرېږدي او ترې ځي.