معاويه بن ابي سفيان رضي الله عنه په جومات کې یوې حلقې ته راووت، نو له هغوی نه یې پوښته وکړه چې د کوم کار لپاره سره راټول شوي دي، هغوی وویل: الله یادوو، نو هغه رضي الله عنه قسم ورکړ چې له ناستې او راټولېدو څخه یې موخه یوازې د الله یادول دي، نو هغوی ورته قسم وکړ، بیا یې ورته وویل: ما تاسو ته د دې لپاره قسم درنکړ چې زه پر تاسې تور پورې کوم او ستاسو په ریښتینولۍ کې شک کوم، بیا یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې د خپل مقام یادونه وکړه او دا چې لده نه ورته بل څوک نږدې نه و؛ ځکه چې خور یې ام حبیبة د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن وه، او ځکه چې د وحي لیکونکی و، خو سره لدې یې بیا هم د حدیثونو روایت کم دی. نو ورته یې وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ له خپل کور څخه راووت، ویې لیدل چې دوی په جومات کې ناست دي الله یادوي او ستاینه یې کوي چې دوی ته یې د اسلام لورې ته هدایت کړی او دا لورینه یې پرې کړې ده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورڅخه پوښتنه وکړه او قسم یې ورکړ لکه څنګه چې معاویه د خپلو ملګرو سره وکړل، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته د پوښتنې کولو او قسم ورکولو لامل بیان کړ چې: هغه ته جبریل علیه السلام راغی او خبر یې ورکړ چې الله تعالی پر دوی د خپلو پريښتو په وړاندې فخر کوي، او هغوی ته ستاسو فضیلت بیانوي او ستاسو ښه عمل ورښیي او د هغوی په وړاندې ستاسو ستاینه کوي.