رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل رب څخه روایت کوي چې کله یو بنده ګناه وکړي او بیا ووایي چې: اې الله! ما ته زما ګناه وبخښه، الله تعالی وفرمایي- زما بنده ګناه وکړه او پوهه شو چې هغه یو رب لري چې ګناه بخښی، نو پرده پرې واچوي او ورته ترې تېر شي، او یا پرې سزا ورکوي، - (بیا وفرمایي) ما هغه ته بخښنه وکړه. بیا بنده راوګرځېد او ګناه یې وکړه، ویې وییل: اې ربه زما! ماته زما ګناه وبخښه، نو الله تعالی وفرمایل: زما بنده ګناه وکړه، نو پوهه شو چې هغه یو رب لري چې ګناه بخښي - نو پرده پرې واچوي او ورته ترې تېر شي - او یا پرې سزا ورکوي (نو وفرمایي) یقینا چې ما مې خپل بنده ته بخښنه وکړه. بیا راوګرځېد ګناه یې وکړه، ویې وییل: ربه ماته زما ګناه وبخښه، نو الله تعالی وفرمایل: بنده مې ګناه وکړه، نو پوهه شو چې هغه یو رب لري چې ګناه بخښي، نو پرده پرې واچوي او ورته ترې تېر شي، او یا پرې سزا ورکړي (نو وفرمایي) یقینا چې ما مې بنده ته بخښنه وکړه، نو څه چې غواړي هغه دې وکړي تر څو پورې چې هغه ګناه وکړي، نو ګناه پرېږدي، پښېمانه شي او هوډ وکړي چې بیا به (ګناه کولو ته) نه ورګرځي، خو نفس پرې غالبه شي، نو په ګناه کې یو ځل بیا ښکېل شي، نو تر څو پورې چې داسې کوي؛ چې ګناه کوي او توبه وباسي، نو زه به ورته بخښنه کوم، یقینا چې توبه له هغې مخکې هر څه ویجاړوي.