رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د مړي عمل د هغه په مرګ سره پرې کیږي نو له مرګ وروسته ورته نیکي نه رسیږي مګر په دې درېو څیزونو: ځکه چې دی د همدې درې واړو لامل و: لومړی: صدقه چې ثواب يې دوامداره وي او نه پرې کېږي لکه وقف، جومات جوړول، د څاګانو کېندل او داسې نور. دوهم: هغه علم چې خلکو ته یې ګټه رسیږي لکه: د علمي کتابونو تالیف، یا دا چې یو چاته یې علم ښوده، نو هغه شخص یې له مرګ وروسته علم نشروي. دریم: مؤمن او صالح اولاد، چې خپل مور او پلار ته دعا کوي.