explain-icon

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم پدې موخه د علم له زده کړې څخه خبردارى ورکړى، چې د علماوو په وړاندې پرې فخر وکړي او ځان پرې وښایي، او دا ورته وښایې چې زه هم ستاسو په څېر عالم یم، او یا د دې لپاره چې ساده او کم عقله خلک پرې مخاطب وګرځوي، او یا زده کړه د دې لپاره وکړي چې په مجلس کې پرې مشري تر لاسه کړي او نورو ته پرې لومړیتوب ورکړل شي. نو چاچې داسې وکړل، هغه د ځان ښودنې (ریا) او د الله لپاره په زده کړه کې د اخلاص د نشتوالي له امله د اور مستحق دی.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د هغه چا لپاره په اور ګواښ چې علم یې د فخر کولو لپاره زده کړې وي، او یا پرې جګړه وکړي او یا پرې په مجلس کې د ځان لپاره غوره ځای خپل کړي او داسې نور.
  • د هغو کسانو لپاره په نیت کې د اخلاص ارزښت چې علم زده کوي او نورو ته یې ښایې.
  • نیت د عملونو اساس دی او په همدې به جزا ورکول کیږي.