له سعد بن عباده رضي الله عنه څخه روایت دی چې فرمایي: اې د الله رسوله! د سعد مور وفات شوې ده، نو کومه صدقه غوره ده؟، هغه وفرمایل: «اوبه»، وایي: نو څاه یې وکېندله، او ویې ویل: دا د سعد د مور ده. د ټولو روایتونو په اعتبار حسن دی - ابو داود، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی
explain-icon

تشریح

د سعد بن عبادة رضي الله عنه مور وفات شوه، نو له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه یې پوښتنه وکړه چې تر ټولو غوره صدقه کومه یوه ده چې د خپلې مور پسې یې وکړي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې تر ټولو غوره صدقه اوبه دي، نو څاه یې وکېندله او د خپل مور پسې ئې صدقه وګرځوله.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د دې خبرې بیان چې اوبه تر ټولو غوره صدقه ده.
  • رسول الله صلی الله علیه وسلم سعد ته لارښوونه وکړه چې اوبه خیرات کړي؛ ځکه چې ګټه یې په دیني او دنیوي چارو کې عامه ده، او د زیاتې ګرمۍ، اړتیا او د اوبو د کموالي له امله.
  • د دې خبرې ثبوت چې د صدقې اجر مړو ته رسېږي.
  • د سعد بن عبادة رضي الله عنه نیکي له خپلې مور سره.