رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د جمعې لمانځه ته د وختي تللو فضیلت بیانوي، چې دا وختي تلل د لمر له راختلو څخه د امام تر راتګ پورې دی؛ او دا نږدې پنځه ساعتونه کیږي، چې د وخت سره سم وېشل کیږي؛ د لمر له راختلو څخه د امام تر راتګه او بیا د خطبې لپاره د منبر ختلو پورې: لومړی: څوک چې لکه د جنابت په څېر بشپړ غسل وکړي، بیا د جمعې جومات ته په لومړي ساعت کې لاړ شي، نو اجر یې دومره دی لکه یو اوښ چې خیرات کړي. دویم: څوک چې په دویم ساعت کې لاړ شي نو داسې ده لکه یوه غوا چې خیرات کړي. دریم: څوک چې په دریم ساعت کې لاړ شي، نو داسې ده لکه یو نر ښکرور پسه چې خیرات کړي. څلورم: څوک چې په څلورم ساعت کې لاړ شي نو داسې ده لکه یوه چرګه چې خیرات کړي. پنځم: څوک چې په پنځم ساعت کې لاړ شي نو داسې ده لکه یوه هګۍ چې خیرات کړي. خو کله چې امام د خطبې لپاره راووځي، ملايکې د هغه چا نومونه لیکل بس کړي چې یو د بل پسې جومات ته راځي، او خپله ذکر او خطبې ته غوږ ونیسي.