له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی، هغه وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: "په تاسو کې چې په چا جمعه راغله نو غسل دې وکړي".
صحيح دی - متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه چا ټینګار کوي چې د جمعې لمانځه ته ځي نو غسل کول ورته مستحب دي، لکه د جنابت لپاره چې غسل کوي.
د حديث له ګټو څخه
د جمعې لپاره پر غسل کولو ټینګار، او دا چې د جمعې په ورځ د مؤمن لپاره غسل سنت دی او لمانځه ته د تللو پر مهال غوره دی.
پر نظافت او خوش بویۍ ټینګار د مسلمان له اخلاقو او آدابو څخه دي او خلکو سره د مخ کېدو او ناستې پاستې پر مهال پرې زیات ټینکار شوی دی، په ځانګړې توګه په مجلسونو او جماعتونو کې.
څوک چې د جمعې لمانځه ته ځي ورته مستحب دي چې پاک وي، نو غسل به کوي تر څو یې له بدن څخه بد بویي لاړه شي او خوش بویي به هم کاروي او یوازې اودس کول ورته هم بسنه کوي.