رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله غوښتل له جنابت څخه غسل وکړي نو د لاسونو پر وینځلو به یې پیل وکړ. بیا به یې داسې اودس وکړ لکه څنګه چې د لمانځه لپاره کېږي، بیا به یې وېښتان په لاسونو سره خلال کړل، تر دې چې ډاډمن به شو چې د وېښتانو بېخونه لانده شول او مخ ووینځل شو، بیا به یې په سر درې ځلې اوبه واړولې او د بدن پاتې برخه به یې ومینځله. او عایشې رضي الله عنها فرمایلي چې: ما او رسول الله صلی الله علیه وسلم به له یو لوښي څخه لامبل، دواړو به ترې لپې راډکولې.