explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې: د طهارت او پاکوالي په موخه په هر عاقل او بالغ مسلمان دا حق دی چې د اونۍ په هرو اوو ورځو کې یوه ورځ غسل وکړي؛ خپل سر او بدن ووینځي، او د دې کار لپاره تر ټولو غوره ورځ د جمعې ورځ ده لکه څرنګه چې له ځینو روایاتو څخه همداسې انګېرل کیږي او د جمعې په ورځ د جمعې له لمانځه څخه مخکې غسل کول تاکیدي مستحب عمل دی، اګر که د پنجشنبې په ورځ یې غسل هم کړی وي مثلا، او دا چې دا عمل واجب ندی دلیل یې د عائشې رضي الله عنها وینا ده چې فرمایي: هغه مهال خلک کاریګر و ، نو کله به چې د جمعې لمانځه ته لاړل نو همغه د کار په بڼه به لاړل: نو ورته وویل شو: "که غسل مو کړی وای "، بخاري روایت کړی، یعنې د خولو او داسې نور بویونه به ترې تلل، خو لدې سره یې بیا هم ورته وویل: "که غسل مو کړی وای" نو له دوی پرته په نورو خلکو خو په طریقه اولی سره واجب ندی.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • پاکوالی او طهارت مراعتولو ته د اسلام پاملرنه.
  • د جمعې د لمانځه لپاره غسل کول تاکیدي مستحب عمل دی.
  • له سر څخه یادونه د سر د اهمیت په خاطر شوې ده، کنه نو بدن سر ته هم شاملیږي.
  • په هغه چا باندې غسل واجب دی چې بوی ترې ځي او له امله یې خلک ازاریږي.
  • هغه ورځ چې په غسل کولو پکې ټینګار شوی د جمعې ورځ ده، د فضیلت له امله یې.