رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هره ورځ چې لمر راخیژي، دوه ملاېکې راښکته کېږي او اواز کوي: یوه یې وایي چې: اې الله! څوک چې په طاعتونو، اولادونو، میلمنو او د خېر کارونو کې لګښت کوي هغه ته د لګول شوي مال څخه ډېره بدله ورکړه او برکت ورته پکې واچوه. او بله وایي: اې الله! څوک چې پدې کارونو کې لګښت نه کوي مال یې تلف کړه، او هغه مال یې برباد کړه چې له اړمنو څخه یې منع کړی دی.