عبد الله بن عمر رضي الله عنهما بیانوي چې: هغه نفلي لمونځونه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې زده کړي دي لس رکعتونه دي چې راتبه سنتونه ورته ویل کیږي. دوه رکعتونه له ماسپښین څخه مخکې او دوه ترې وروسته، او دوه رکعتونه له ماښام نه وروسته په خپل کور کې، او دوه رکعتونه د ماخوستن څخه وروسته په خپل کور کې، او دوه رکعتونه د سهار له لمانځه څخه مخکې، نو لس رکعتونه پوره شول. او د جمعې لمونځ چې دی، نو وروسته ترې باید دوه رکعته لمونځ وکړي.