explain-icon

تشریح

کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم سجده کوله نو د سجدې پر مهال به یې لاسونه سره ازاد کړل؛ نو هر لاس به یې له خپل بغل څخه جلا کړ، تر دې چې د تخرګونو د پوستکي رنګ به یې ښکاره شو. دا لکه د وزرونو په څېر له تشو څخه د څنګلو په لرې والي کې مبالغه ده.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • دا حالت په سجده کې مستحب دی چې خپل بازوګان له بغلونو څخه لرې کړي.
  • د کوم مقتدي په خوا کې چې لمونځ کوونکي ته د لاسونو په آزادولو ضرر رسیږي، نو دا کار ورته جایز نه دی.
  • په سجده کې له تشو نه د لاسونو جلا کول حکمتونه او ډېرې ګټې لري، چې له جملې څخه یې: لمانځه ته هڅونه او لیوالتیا ده او دا چې څوک په ټولو اندامونو سجده وکړي نو هر غړي ته له عبادت څخه خپل حق ورکړل شي. او ویل شوي چې: په دې کې حکمت دا دی چې دا کار عاجزۍ ته ورته دی او پدې کې په ځمکه د تندي او پوزې لګول تر ټولو ډېر اغیزمن دي، او د دې لپاره چې هر غړی جدا جدا شي.